پاکستانۍ پېغله: مونږ اصلآ فکر نه کاوه چې افغانستان دې دومره پرمختګ کړی وي

پاکستانۍ پېغله: مونږ اصلآ فکر نه کاوه چې افغانستان دې دومره پرمختګ کړی وي

د پاکستان د ځوانو سفیرانو استازي چې افغانستان ته تللي دي، هلته يې ویلي: مونږ هېڅ وخت او اصلآ فکر نه کاوه چې افغانستان او د افغانستان حکومت ادارې دې دومره پرمختللې شوې وي.

د هغه هېواد د ځوانانو سفیرانو استازو ټینګار کړی چې افغانستان د چټکې رغېدو په حال کې دی، د افغانستان نوی نسل متفاوت دی او له ګاونډیو متفاوته غوښتنې لري.

د هغوی په وینا، د افغانستان په اړه زموږ لیدلوری تل دا دی چې موږ باید د اقتصادي همکاریو پر لور ګام پورته کړو.

ځوانو استازو زیاته کړې، د افغانستان اداري سیستم مونږ حېران یوو. مونږ هېڅکله هم فکر نه کاوه چې افغانستان دې رسېدلی وي.

هغوی دا هم ویلي چې زه په اوس وخت کې یو پرمختللی افغانستان ګورم.

د پاکستان د ځوانو سفیرانو استازي د افغانستان د اداري اصلاحاتو کمېسیون ته بلل شوي و.

دوی هر کال افغانستان ته ځي او هلته د ځوانانو غونډو کې برخه اخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.