د پاکستان ‘ټریبیون’ ورځپاڼه راپور ورکوي د پاکستان د لوړو زده کړو کمیسیون [وزارت] اعلان کړی چې افغانستان ته به ۳۰۰۰ تعلیمي بورسونه د یوه څلور کلن پروګرام په ترڅ کې ورکوي.
دا بورسونه د ماسټرۍ او دوکتورا د زده کړو لپاره دي.
بورسونه به پړاویزه بڼه لري او هر کال به یو ځانګړی شمېر افغان زده کړیالان له دې بورسونو برخمن کېږي.
په دې بورسونو کې د طب، انجینیرۍ، زراعت، مدیریت او کمپيوټر ساینس څانګې راځي.
دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې ولسمشر غني پاکستان ته دوه-ورځنی سفر درلود.
له دې درې زره بورسونو څخه به یې ۶۰۰ دانې د طب او غاښونو روغتیا پالنې په برخه کې وي.
په لومړي پړاو کې به ۷۹۵ تنه زده کړیالان پاکستان ته د زده کړو لپاره ځي.
Leave a Reply