پاکستان به تر ۲۰۲۵ د نړۍ په پنځم اتومي ځواک بدل شي

پاکستان به تر ۲۰۲۵ د نړۍ په پنځم اتومي ځواک بدل شيټایمز اف انډیا ورځپاڼه وايي، پاکستان تر دم ګړۍ ۱۱۰ تر ۱۳۰ اتومي سرګلولې په واک کې لري، پداسې حال کې چې دغه هېواد په ۲۰۱۰ کال کې ۹۰ تر ۱۱۰ اتومي سرګلولې درلودې. په دې ډول چټکې اتومي غنامندۍ سره ویلای شو چې پاکستان به تر ۲۰۲۵ کاله د نړۍ پنځم اتومي ځواک شي.

په راپور کې راغلي: دوه اتوم پوهان هانس کریستینس او روبرت نوریس تاييدوي چې پاکستان د اتومي سرګلولو د لېږدونکو لنډ واټن ویشتونکو راکټونو په جوړلو لګیا دی، چې د هندي ځواکونو د بریدونو په ځواب کې ورڅخه استفاده وکړي.

د هندي امنیتي او پوځي چارواکو په خبره له دې ډول راکټونو څخه کیدای شي په وړو جګړو کې هم استفاده وشي. په راپور کې ویل شوي.‌ (( ترټولو غوغا جوړونکي لنډ واټن ویشتونکي راکټونه ( نصر یا هاتف ۹ ) دي چې ۶۰ کیلومتره واټن وهي، دا راکټونه کولای شي په هند کې ستراتيژیک اهداف په نښه کړي.))

کریستینس لیکلي: د پاکستان هستوي تاکتیکي وسلې د هندي ستراتيژیکو اهدافو د په نښه کولو لپاره جوړې شوې دي.

دا اتومي کارپوه لیکي: چې یوه ترهګریزه ضد وړوکې حمله هم کېدای د پاکستان او هند ترمنځ په یو لویه جګړه تبدیل شي او د ګواښ له زیاتېدو سره د اتومي وسلې د استعمال امکان شته.

د مقالې لیکوال زیاتوي: پاکستان سملاسي شپږ ډوله بالستیک توغندي لري چې اتومي سرګلولې لېږدولای شي او ده ډوله لنډ واټني راګټونه شاهین ۱A او شاهین ۳ هم د پراختیا په حال کې دي.
همدارنګه دغه هېواد ددوه ډوله نورو راکټونو د تولید په درشل کې دي، چې یو یې ځمکنی ((‌بابر- هاتب ۷)) او هوايي (( راواد – هاتف ۸)) دی.

په مقاله کې راغلي، د اتومي وسلو د پراختیا په لړ کې په پاکستان کې دداسې هڅو نښې هم لیدل شوې چې تر بحر لاندې استفادې لپاره د کروز توغندیو د جوړولو کار روان دی.
هند او پاکستان له ۱۹۴۷ کال راهیسې درې ځله جګړه کړې او دوه ځله یې د کشمیر پرسر وه. نیم کشمیر د پاکستان او نیم نور د هند پرخاوره پروت دی او دواړه هېوادونو د هغې سیمې د ملکیت ادعا لري او دا مناقشه امکان دی داځل د اتومي فاجعې بلا راويښه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.