پاکستان دفاع وزیر: پرطالبانو نفوذ لرو، د ټاپي مخنیوي ته یې نه پرېږدو

محمد آصفد پاکستان ددفاع وزیر محمد آصف چې په یووخت د اوبو بریښنا وزارت اداره هم په غاړه لري په یوه تازه مرکه کې په ډاګه کړې، چې پاکستان پرافغان طالبانو نفوذ لري او له دغه نفوذ څخه به استفاده وکړي، چې طالبان د غازو نللیکې د جوړولو پروړاندې چې ټاکل شوې د ترکمنستان ګاز افغانستان، پاکستان او هند ته ورسوي، مزاحمت ونکړي.

اصف له بي بي سي اردو سرویس سره په خبرو کې په صراحت سره وویل، چې هو دوی په طالبانو نفوذ لري او تر اخري حده به کوښښ‌وکړي چې دا طرحه بشپړه شي او هغه امنیتي ستونزې چې په افغانستان کې ددې پروژې پروړاندې خنډ جوړېږي له منځه وړلو کې به یې پاکستان مرسته کړي.

د ټاپي پروژې موافقه نن اخري مرحلې ته رسېدونکې ده او افغان ولسمشر هم په همدې نیت په ترکمنستان کې دی. ټاکل شوې دا نللیکه پر افغانستان، پاکستان تېره شي  او د منځنۍ اسیا د ګازو د بډای هېواد ګاز هند ته ورسوي او د تخمین له مخې یاده پروژه به تر ۲۰۱۹ کال پورې بشپړه شي. خو په افغانستان کې ناامنۍ چې پاکستان پکې فوق العاده لاس لري، ددې پروژې پروړاندې خنډونه ایجاد کړي او لاهم ویره شته چې د پخوا په شان یوار بیا ټاپي له پامه ونه غورځي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني، د پاکستان صدراعظم نواز شریف او د هند د ولسمشر مرستیال محمد حامد انصاري په عشق اباد کې دي په یو ملي کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ  د ترکمنستان له ولسمشر قربانقلي بردي محمداف سره د نللیکې د کار د پرانستې په مراسمو کې هم ګډون کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.