پاکستان د افغان الوتکو پر مخ د خپل هوايي حریم د بند موده بیا وغځوله

پاکستان د افغان الوتکو پر مخ د خپل هوايي حریم د بند موده بیا وغځوله

د پاکستان حکومت د افغانستان او هند الوتکو پر مخ د خپل هوايي حریم د بند موده بیا ځلې غځولې ده.

د پاکستان هوايي حریم چې له ۴ میاشتو راهېسې د افغان الوتکو پر مخ تړلی دی، د دغه هېواد چارواکو یو ځل بیا دغه موده وغځوله.

که څه هم اسلام آباد ته د ولسمشر محمد اشرف غني سفر پر مهال پاکستانیو چارواکو ویلي و چې هوايي حریم به د ډېر ژر پرانیزي، خو لیدل کېږي چې په خپله ژمنه یې بیا هم عمل نه دی کړی.

د ملي راډيو ټلويزيون په خپل يو خبر کې ويلي دي، چې پاکستان د افغان او هند الوتکو لپاره د خپل فضايي حريم د بند موده نوره هم وغځوله، چې د ياد بندېز موده له څلورو مياشتو هم پسې زياته شوې ده.

پاکستان د هندي او افغان الوتکو لپاره خپل فضايي حريم هغه مهال وتاړه، کله چې هند  پاکستان کې په يوه ترهګريز مرکز بريد کړی و.

هند ويل چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير او خېبر پښتونخوا سيمه کې يې د جېش محمد مرکزونه په نښه کړي دي.

له کله راهيسې چې پاکستان خپل فضايي حریم د افغان الوتکو پر وړاندې تړلی دی، له هغه راوروسته افغانستان ته ۲۷ ميليونه امريکايي ډالر زيان اوښتی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.