پاکستان د سولې خبرو له کوربتوبه په شا شو

څلور اړخيزه غونډهپاکستان چې له څه مودې را په دیخوا یې هڅه کوله د افغان دولت او ‌طالبانو د خبرو کوربه توب وکړی اوس وایي ښه به وي چې دا خبرې په ق‌طر کې ترسره شي.

د پاکستان اکسپرس تربیون ورځپانه وایی پاکستان نور لېواله نه دی چې د افغانستان د سولې په خبرو کې د منځګړیتوب رول ولوبوي او د افغانستان دولت ته یې هم خبر ورکړی چې غوره به داوي چې د سولې د خبرو بل پړاو په قطر کې د طالبانو په دفتر کې ترسره شي.

دا ورځپاڼه د پاکستان د یوه چارواکي له قوله وايي د افغانستان د سولې بهیر پیچلی شوی او که پاکستان د راتلونکي پړاو خبرو کوربتوب وکړي نو په دغه هیواد به په بیلابیلو بڼو فشار راوستل شي، نو ښه داده چې کوربتوب ونه کړي.

دا سرچینه وایي د سولې خبرو ته د حاضرولو په برخه کې له پاکستان څخه انتظار کچه لوړه ده او ښایی دا هیواد ونه شي کولای په دې برخه کې ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.

د دغه رپوټ له مخې پاکستاني چارواکي وايی دا هیواد یوازې د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو په برخه کې همکارې ته ژمن دی، که څه هم په دې وروستیو کې رپوټونو روښانه کړه چې د طالبانو اصلي ډلې د سولې خبرو ته چندان چمتو نه دي.

د څلور اړخیزې ناستې د پریکړې له مخې باید د خبرو بل پړاو د رواني میلادی میاشتې په لومړیو کې باید په اسلام آباد کې شوې وای، خو تراوسه هم د دغه ناستې په اړه کره نیټه نه ده ښودل شوې چې څه وخت به ترسره شي.

اوس چې سوړ موسم تیر شو نو افغانستان باید له طالبانو سره د جګړې په موخه نوی چمتو والی ونیسي. له شک پرته په داسې شرایطو کې د سولې د خبرو له کوربتوب څخه د پاکستان ډډه له انتظاره لیرې خبره نه ده ځکه طالبانو په دې سره غوښتل چې د ژمي موسم تیراو د جګړې موسم ته چمتووالی ونیسي. پاکستان یوځل بیا افغان چارواکي تیر ا یستل او هغه پایله به ترلاسه کړی چې تمه یې لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.