پاکستان د سولې په برخه کې رښتینې همکاري نه کوي

محمد اسماعیل قاسمیارد افغانستان د ولسي جرګې یو شمیر غړي وایی کابل او اسلام آباد له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه هوکړې ته نه دي رسیدلي، نو ځکه دا بهیر وځنډید.

خو د سولې عالي شورا بیا  د وسلوالو طالبانو تر منځ اختلافونه او د هغوی زور ښکارول د څلور اړخیزو ناستو د بی پایلې کیدو لامل ګڼي.

د افغانستان د سولې په هکله د څلور اړخیزو غونډو په اړه هیلې هغه وخت په ناهیلې بدله شوه چې وسلوالو طالبانو د سولې په خبرو کې ګډون رد کړ. د ولسي جرګې یو شمیر غړي وايي د پاکستان دوه ګوني سیاست د سولې په خبرو کې ځنډ را وست.

د ولسي جرګې غړی فاروق مجروع  وایي پاکستان هیڅکله له افغانستان سره رښتینی نه و او تل یې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

بل خوا د سولې عالي شورا چې په نوي جوړښت یې کار پیل کړی وایی د څلور اړخیزو ناستو ګډنوال لاهم هڅې کوي چې د سولې خبرې بریالۍ شي، خو د وسلوالو طالبانو په منځ کې اختلافونه د دې لامل شول چې دغه خبرې وځنډيږي.

د سولي د عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وایی طالب مشران یو تر بل ځانونه ځواکمن ښیی او جدي اختلاف لري. هغه وایی که طالبان وغواړي او پاکستان رښتنی وي نو طالبان به دغه خبرو ته چمتو شي او که ونه غواړي نو په یوه او بل نامه به له دغه بهیر سره مخالفت وښیي.

افغان دولت له کلونو راهیسې وسلوالو طالبانو ته د سولې وړاندیز کوي، خو طالبانو دغه وړاندیزونه رد کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.