پاکستان د سپین بولدک ـ چمن لار وتړله

پاکستان د سپین بولدک ـ چمن لار وتړله

محور؛ یکشنبه، د وږی میاشتې ۳ مه:

پاکستانیو پوځیانو د سپین بولدک ـ چمن لویه لار ( د وېش دروازه ) نن وروسته له غرمې تړلې ده.

سیمه کې عیني شاهدان وايي، دا لار نن وروسته له غرمې درې بجې تړل شوې ده او هېچاته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي

سیمه کې افغان امنیتي مسوولینو هم تایید کړې چې لار پاکستانیو ملېشو تړلې ده او زرګونه کسان د دروازې دواړو  غاړو ته بند پاتې دي.

تر اوسه نه څرګنده نه ده چې پاکستان ولې دغه لار تړلې ده؟

پاکستان یاده دروازه پر داسې مهال تړي چې کندهار کې د تازه مېوو په ځانګړې توګه د انګورو موسم دی او له یادې دروازې سلګونه ټنه مېوه لومړی پاکستان ته، بیا له دغه هېواده هندوستان ته صادرېږي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.