پاکستان د چل بازۍ او سپین سترګۍ له امله ۶ میلیارده ډالر جریمه شو

پاکستان د چل بازۍ او سپین سترګۍ له امله ۶ میلیارده ډالر جریمه شو

ویټرز’ خبري آژانس راپور ورکوي چې د نړیوال بانک د حکمیت محکمې د پاکستان حکومت د ۵.۸ میلیارډه ډالرو خسارې په ورکړې محکوم کړ تر څو تیتیان مس (Tethyan Copper) ته د وراوښتي زیان بیه پرې کړي.

تیتیان مس د چېلي هېواد او کاناډا ګډ شرکت دی چې د پاکستان د ‘رېکو ډیق’ په سیمه کې یې ډېره کاني شتمني موندلې وه. د پاکستان دا سیمه د افغانستان او ایران له پولې سره نږدې پرته ده. دا ځای به د نړۍ د مسو او سرو زور د کانونو تر ټولو ستره لاس ناخوړلې سیمه یادیده.

یاد شرکت پر دې کانونو ۲۲۰ میلیونه ډالره پانګونه کړې وه خو د پاکستان د هماغه وخت حکومت په ۲۰۱۱ کې د کانونو له اجارې ورکولو ډډه وکړه.

د تیتیان د مدیره هئیت مشر ویلیم هېس ویلي چې دوی اوس هم له پاکستان سره معاملې ته راضي دي، که نه دوی خپلو سوداګریزو او حقوقي ګټو خوندی ساتلو ته تر هغه ادامه ورکوي چې شخړه هواره شوې نه وي.

د پاکستان پوځ رېکو دیق ته د یوې سټراټيژیکې ملي پانګې په سترګه ګوري او د ټولو ستونزو سربېره يې د دې په پراختیا کې کلیدي رول لوبولی دی.

د رېکو دیق کان د عمران خان لپاره یوه آزموینه ده چې ایا وبه کولای شي د پاکستان پدې کړکېچن حالت کې بهرنۍ پانګه راجلب کړي که نه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.