پاکستان نه غواړي په طالبانو خپل اغیز له لاسه ورکړي

جنرال عبدالرازقد کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق وایي پاکستان د دې له پاره چې په طالبانو خپل کنترول وساتي نه غواړی چې طالب مشران له دغه هیواده ووځي. هغه چې په کندهار کې یې له رسنیو سره خبرې کولې وویل پاکستان هلمند ته د کوټې شورا د لیږدولو مخه نیولې.

جنرال عبدالرازق چې په سویل کې د وسله والو طالبانو پرضد ډیرې جګړې کړې وايی طالبان هغه پخواني طالبان نه دی چې کوم هیواد ته دې اړتیا ولري ،بلکې دا ډله اوس ډیر امکانات لري. د کندهار د امنیې قوماندان وایي طالبانو ته اوس روسیه او ایران هم وسلې او امکانات ورکړي ترڅو په سیمه کې د امریکا پرضد وجنګیږي.

جنرال عبدالرازق اڅکزی وایي اټکل داسې وه چې طالبان پر پاکستان خپله تکیه کمه کړي او د کوټې شورا چې د طالبانو پوځي او جنګي فعالیتونه پرمخ وړي هلمد ته ولیږدول شي، خو پاکستان یې مخه نیولې ده، جنرال اڅکزی وایي پاکستان په ۱۳۹۴ کال کې دوه ځلې هڅه وکړه چې د کندهار په معروف ولسوالې کې پوځي تاسیسات جوړ کړي خو دوی یې مخه ونیوله.

په کندهار کې د پولیسو دا لوړ پوړی چارواکی وایي ۱۳۹۴ کال په داسې حال کې چې د هیواد په ډیروسیمو کې جګړو او د طالبانو بریدونو زور واخیست، خو کندهار ترټولو امن ولایت و.

هغه وایي د کندهار امنیتي ځواکونه چمتو دي چې په نوي کال کې هم د وسله والو مقابله وکړي. هغه په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د کندهار په ګاونډ هلمند او روزګان کې د وسله والو بریدونو زور اخیستی او څو سیمې یې د حکومت له واکمنې ایستلې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.