پاکستان وایی په طالبانو کې توپیر ستونزه نه حلوي

سرتاج عزیزپاکستان یو ځل بیا د هغې غونډې کوربه دی چې ښایې د افغان دولت او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې خبرو ته لاره هواره کړي. دغه څلور اړخیزه غونډه کې د افغانستان او پاکستان تر څنګ امریکا او چین هم ګډون لري.

د غونډې پرانیستې ته د پآکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز وویل چې په دې غونډه کې د شرطونو وړاندې کول او د سولې خبرو ته د وسلوالو طالبانو د نه حاضریدو په صورت کې د هغوی په وړاندې د پوځي ګامونو ټاکل  به د سولې ستونزه حل نه کړي.

سرتاج عزیز وایی:

(مهمه دا ده چې د خبرو لپاره شرطونه وړاندې نه شي، زمونږ استدلال دا دی چې دا کار ستونزې ډیرولای شي. د پوځي ګامونو اوچتول او د سوله خوښو او سوله ناخوښو طالبانو په هکله په توپیر هغه وخت خبرې کیدای شي، چې سولې ته د هغوی د راوستلو هڅې ناکامې شي.)

بل خوا پاکستان ویلي  د دې له پاره چې دا پروسه بریالې شي نو یو لړ مسایلو ته باید پاملرنه وشي. پاکستان وایی د طالبانو دهڅولو په موخه باید زمینه مساعده شی او د سیاسی موخو له پاره باید په پوځي اقدام او تاوتریخوالي ټینګار ونه شي، د وسله والو طالبانو سره د نیغ په نیغه خبرو له پاره لاره هواره شي، د باور د رامنځ ته کولو په موخه داسې زمینه برابره شي چې وسله وال طالبان چمتو شي خبرو ته کیني، د سولې راوستو په موخه یوه حل لاره جوړه شي ضرب الاجل له ټاکلو ډډه وشي.

سرتاج عزیر تمه ښودلې چې دا غونډه به ګټورې پایلې ولري.  هغه وایي: (ډاډمن یم  چې دوامدارې سولې ته د رسیدو لپاره به زمونږ دا څلور اړخیزه غونډه چې سیاسي توافق ته به لاره هواره کړي، ګټورې پایلې ولري.)

د پاکستان د لومړي وزیر د سلاکار له څرګندونو ښکاري چې افغانستان ښایي په دې برخه کې په یو لړ شرایطو ټینګار کړی وي، هغه څه چې افغان چارواکو د دې ناستې تر جوړیدو مخکې یادونه کړې وه.

په دغه غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت کرزی، د پاکستان په استازیتوب د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعزاز احمد چوهدري، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی او د افغانستان لپاره د چین استازی ګډون لری.

دا چې دا ناسته به وکولای شي چې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو په موخه یوه اساسي کړنلاره جوړه کړي په اړه یې څه ویل له وخت مخکې دي ، خو د افغانستان د ولسمشرې ویاند ویلی چې که نړیوال متحدین او په تیره بیا چین او امریکا په دې ناسته کې  د پاکستان د ژمنو عملي کیدل و څاري ښایی تر یوه حده ښه پایله ولري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.