پاکستان: ډیورنډ رسمي پوله ده، د افغان حکومت دریځ ناسم دی
محور؛ شنبه، د وږی میاشتې ۳۰ مه:
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان حکومت د هغه دریځ په اړه چې ویلي يې و ډيورنډ رسمي پوله نه ده غبرګون ښودلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ډیورنډ رسمي پوله ده او دغه پوله په نړیواله کچه منل شوې چې په دې تړاو د افغان حکومت څرګندونې غیر مسوولانه دي، ځکه دغه شان دریځ افغان سوله زیانموي.
جمهوري ریاست ویلي و چې ډیورنډ د دواړو هېوادونو ترمنځ غیر رسمي پوله ده او په دې اړه د ولسمشر دریځ واضح دی.
بهرنیو چارو وزارت هم په تازه اقدام کې خبرداری ورکړی دی چې پاکستان دې د ډیورنډ په تړاو نامسوولانه څرګندونې نه کوي، ځکه دا کرښه غیر رسمي ده او مونږ یې په رسمیت نه پېژنو.
Leave a Reply