پاکستان کام اېر الوتکه هند ته له ورتګ منع کړې

پاکستان کام اېر الوتکه هند ته له ورتګ منع کړې

د افغانستان د کام اېر شرکت یوه مسافر وړونکي الوتکه چې له کابل نوې ډیلي ته تلله، پاکستان په خپله فضا کې اجازه نه ده ورکړې او بېرته یې را ګرځولې، چې کابل ته راغلې ده.

 

د کام اېر شرکت مسوولینو هم د دې خبر پخلی کړی دی

 

د یاد شرکت مسوولینو ویلي چې پاکستان د دوی الوتکې ته اجازه نه ده ورکړې چې له خاورې يې هند ته لاړه شي.

 

مسوولین وايي، د افغانستان د هوايي چلند ادارې کار پیل کړی چې هند ته د تللو لپاره بدیله لار وګوري.

 

هندي پوځیانو ادعا کړې چې نن سهار يې په کشمیر کې د پاکستانیو ځواکونو یوه اف شپاړس الوتکه را نسکوره کړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.