پاکستان کې پښتون مساوات او عدالت غواړي

پاکستان کې پښتون مساوات او عدالت غواړي

نیویارک ټایمز ته د منظور احمد پښتین لیک

ژباړه: شاکر حلیم

په ۲۰۰۹م کال کې د پاکستان د پوځ د سترو عملیاتو پر مهال ما خپل کور له لاسه ورکړ او موږ يې اړ کړو چې په جنوبي وزیرستان کې خپل کلی پرېږدو. دا یوه قبایلي سیمه ده او د افغانستان سره په پوله پرته ده.

د شمال-لوېدیځ خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو په ګډون دلته شاوخوا ۳۷ میلیونه پښتانه اوسېږي. زموږ سیمه د ترهګرۍ سره اوږدې جګړې دربدره کړې ده.

کله چې زه په لېسه کوم، موږ دېره اسماعیل خان ته کډه وکړه. هغه ځای د ښار څخه ۱۰۰ میله لرې دي. موږ هم د هغو شپږ میلیونه وګړو له ډلې وو چې له خپلو سیمو وروسته له هغه بېځایه شول چې پاکستان په ۲۰۰۱ کال کې د ترهګرۍ پر ضد جکړې سره یوځای شو. له هغې مودې راپدېخوا په لسګونو زره پښتانه په ترهګریزو بریدونو او پوځي عملیاتو کې ووژل شول.

خو زموږ اقتصادي او سیاسي حقونه او زموږ کړاونه د پاکستان او نړۍ له سترګو پټ پاتې شوې دي ځکه دغه سیمه وروسته له هغه یوه خطرناکه سرحدي سیمه وګڼل شوه چې طالبانو سقوط وکړ او لوړ شمېر جنګیالي دلته راواوښتل.

کله چې ملېشو د سیمې اوسېدونکي ترور کول او وژل، حکومت موږ له پامه غورځولي وو. د ملېشو پر وړاندې د پاکستان پوځي عملیاتو موږ لاپسې بدبخت کړو: ولسي وژنې، بېځایه کېدنې، اجبارې ورکېدنې، او زموږ د معیشت او ژوند د ډول سپکاوی او تخریب. هېڅ ژونالسټ يې د پوځي عملیاتو په بهیر کې دې قبایلي سیمو ته نه راپرېښود.

هغه پښتانه چې له دې سیمو د پاکستان نورو سیمو ته د ښه ژوند په هیله کوچېدلي و له شک او خصومت سره مخ شول. موږ ته به يې د ترهګرو د خواخوږو په سترګه کتل. ما زده کړې کولې تر څو د ژویو ډاکټر (ویترنر) شم، خو د خلکو بدې وضعې زه او زما ډېر ملګري اړ کړل چې فعالان شي.

د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ په میاشت کې د وزیرستان یو الهام بښونکی ماډل او سوداګر نقیب الله محسود چې په کراچۍ يې کاروبار کاوه د پولیسو د یوې ډلې له لوري چې راو انور يې مشري کوله ووژل شو. ښاغلی انور په څلور سوه (۴۰۰) ناقانونه وژنو تورن دی خو اوس خلاصې تڼۍ ګرځي.

له شلو (۲۰) ملګرو سره مې د دېره اسماعیل خان نه تر پلازمېنې اسلام آباده یو لاریون تنظیم کړ. خبره تیت شوه او تر اسلام آباده چې رسېدو، په زرګونو خلک له لاریون سره یوځای شوي وو. موږ خپل حرکت ته د پښتون ژغورنې خوځښت نوم ورکړ.

زموږ یو سوله ایز خوځښت دی چې د پښتنو لپاره د امینت او سیاسي حقونو په لټه کې دی. د ښاغلي محسود لپاره د عدالت ورهاخوا، موږ د امنیتي ځواکونو او ملېشو له لوري د زرګونو پښتنو د وژنو د څېړلو غوښتنه کوو. موږ اجباري ورکوونو ته د پای ټکی اېښودل غواړو.

د وفادارو، ماليې ورکوونکو هېوادوالو په توګه، موږ وایو چې پاکستاني امنیتي ځواکونه زموږ ساتونکي دي او دوی باید په د تلاشیو په پوستو او د بریدونو پر مهال د پښتنو ځورول ودروي. موږ غوښتنه کوو چې اسلام آباد دې وزیرستان له ځمکنیو ماینونو او نورو ناچاوده توکو پاک کړي.

موږ د پوځ له رهبرۍ سره ډېرې ناستې درلودې. ځینو جنرالانو په عام محضر کې زموږ ناخوالې ومنلې خو دوی هېڅکله دې مظلومیتونو ته رسیدګي ونه کړه. موږ ګڼ لاریونونه او جلوسونه وکړل او هم پدې هیله مو ادامه ورکړه چې د پاکستان رهبران به زموږ اندېښنو ته رسیدګي وکړي. خو په بدل کې، دوی په ډار اچولو او تاوتریخوالي ځواب راکړ.

له هر ستر لاریون څخه وروسته، پولیسو زموږ د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي اېم فعالان او ملاتړي د بلوا، غدر او ترهګرۍ په تور ونیول. زموږ ځينې فعالان اوس هم د ښکېلاک د دورې د توپیري قانون پر بنسټ بندیان دي کوم چې اوس عملي کېږي نه.

موږ چې کله ټينګ ورته ودرېدو، دوی طالبان راخوشې کړل. د تېر جولای په میاشت کې، زموږ د پي ټي اېم څلور تنه لاریون کوونکي وروسته له هغه ووژل شول چې طالبانو ډزې پرې وکړې او په لسګونو نور ټپيان شول. د پوځ یوه ویاند دغه طالبان جګړه ماران د سولې د کمېټې غړي اعلان کړل او له دوی څخه يې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په پار ستاینه وکړه او دا چې په “ثبات راوړنه” کې يې برخه واخیسته.

دا اوس اوس، د فبرورۍ په دویمه نېټه، زموږ د خوځښت یو رهبر، ارمان لوڼی، چې په پوهنتون کې پروفیسور و، وروسته له هغه مړ شو چې پولیسو پدې تور وډباوه چې په بلوچستان ایالت کې یې د یوه ترهګریز برید پر ضد مظاهره کوله. زما ملګري او زه يې د هغه په جنازه کې له ګډون څخه منع کړلو. خو په هر حال موږ ګډون پکې وکړ او بیا یې په نیمه شپه له دې ایالت څخه وتلو ته اړ کړلو. موږ چې کله وتلو، امنیتي ځواکونو زموږ پر موټر ډزې وکړې. زموږ غوښتنې او کړنې زموږ د هېواد په اساسي قانون کې راغلې دي خو پوځ هڅه کوي موږ د خاینینو او د دښمن د لاسپوڅو په توګه معرفي کړي.

پداسې حال کې چې زموږ پر وړاندې ناوړه تبلیغات د خبر په توګه خپرېږي، امنیتي ارګانونه زموږ د خوځښت په اړه په پاکستاني رسنیو، ورځپاڼو او ټلویزیوني شبکو کې هېڅ ډول راپور، خپرولو ته نه پرېږدي.

پوځ زموږ د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ضد په زرګونو غلط خبرونه خپاره کړي دي او موږ يې په “څو بنیادي جګړه” تورن کړي یو. هر ورځ د هندي، افغان او امریکايي استخباراتي ادارو سره د توطیې تور راباندې لګوي. زموږ ډېری فعالان، مخصوصاً ښځینه، له بېرحمانه پرلیکې (آنلاین) ځورونې سره مخ دي. په ټولنیزو رسنیو زموږ د ملاتړ اړوند یو پوسټ د استخباراتي ادارو له لوري د ضربې خوړلو سبب کېږي.

زموږ یو شمېر ملاتړي له خپلو دندو څخه شړل شوي دي. زموږ ډېری فعالان د ترهګرۍ قانون په رڼا کې برمته شوي دي. عالم زیب خان محسود، چې د ځمکنیو ماینونو او اجبارې ورکونو د قربانیانو په استازولۍ يې معلومات راټولول او عدالت غوښتنه يې کوله، د جنورۍ په میاشت کې ونیول شو. یو بل فعال، حیات پریغال په میاشتو میاشتو یواځې پدې خاطر بندي وو چې په ټولنیزو رسنیو يې زموږ ملاتړ کړی و. هغه د اکټوبر په میاشت کې راخوشې شو خو له هېواد څخه پر وتلو يې بندیز وو او په دوبۍ کې يې د فارمسسټ په توګه خپله هغه دنده له لاسه ورکړه چې د ده د عاید یواځينۍ سرچینه وه.

زموږ یوه بله نوموتې فعاله، ګلالۍ اسماعیل له پاکستانه د وتلو څخه بنده شوې ده. د فبروۍ میاشتې په پنځمه نېټه چې کله هغې د کالج د استاد او پي ټي اېم د مشر، ښاغلي لوڼي د مړینې پر ضد لاریون کې برخه درلوه، ونیول شوه او یوه نامعلوم ځای ته د دېرشو (۳۰) ساعتونو لپاره ولېږدول شوه او بیا راخوشې کړل شوه. اولس (۱۷) نور فعالان تر اوسه په اسلام آباد کې بندیان دي.

په خټه پښټون عمران خان  په آګسټ میاشت کې د پاکستان لومړی وزیر شو، خو د هغه حکومت هم د عدالت او مدني حقونو په تړاو زموږ د غوښتنو اړوند ډېر لږ څه وکړل.

پوځ لېوال دی چې پر موږ بشپړ کنټرول ولري. موږ له تاوتریخوالي ډک انقلاب نه غواړو، خو موږ عزم کړی چې پاکستان به د قانون د حاکمیت پر اعمال مجبوروو. موږ ته د پاکستان د سترې محکمې هغه تازه حکم تسلي راکړې چې وايي پوځ او استخباراتي ادارې باید د سیاست او رسنیو څخه لرې پاتې شي.

د خپل هېواد د سلامتیا او اصلاح په پار، موږ د خپلو ناخوالو د ارزونې، څېړنې او رسېدګي په موخه د حقیقت موندنې او روغې جوړې د یوه کمیسیون د جوړېدو په لټه کې یو. له هغې راپدېخوا چې زموږ خوځښت ظهور وکړ، په پاکستان کې عامه افکار د ناقانونه وژنو پر ضد شول. ډېری سترو سیاسي ګوندونو وپتېیله چې اجبارې ورکونې په دې هېواد کې ځای نه لري.

قانوني او جوړښتي بدلونونه به وخت نیسي، خو د هغې خاموشۍ ماتول او د هغې وېرې راکمول چې امنیتي دستګاه له لسیزو راپدېخوا تحمیل کړې وه، زموږ د بریالیتوب یو معیار دی، که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېری غړي بندیان یا له منځه وړل شوي وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.