قریشي: افغان سوله کې دې هم مرسته وکړي

قریشي: افغان سوله کې د هند مرسته غواړو

پاکستانیو رسنیو ویلي، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تازه ټینګار کړی چې هند دې په افغان سوله بهیر کې رول ولوبوي

هغه د هند سربېره د سیمې د نورو هېوادونو د رول غوښتنه هم کړې او زیاته کړې يې ده چې افغانستان کې سوله د دوی په ګټه ده.

قریشي چې د پاکستان پارلمان ته یې وینا کوله ویلي، افغانستان کې د سولې ټینګښت یوازې د پاکستان مسوولیت نه دی، بلکې دا د سیمې هېوادونو ایران، تاجکستان، چین او هند ګډ مسوولیت هم دی.

هغه ویلي، هند په افغانستان کې حضور لري، نو ځکه باید د سولې په ټینګښت کې هم همکاري وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.