پا کستان څلور وسله وال طالبان اعدام کړي دي

د پاکستان پوځ وايي نن يې هغه څلور طالبان اعدام کړل، چې يوې پوځي محکمې پر مرګ محکوم کړي ول.

د اعدام کړای شویو طالبانو نومونه رحمان الدین، مشتاق خان، عبیدالرحمان او ظفراقبال ښوودل شوي او د پاکستان پوځ ادعا کړي چې دغو کسانو په امنیتي ځواکونو او عامو خلکو بریدونه کړي وو. پوځ ويلي دا په روانه مياشت کې د طالبانو د اعدامولو دويم اقدام و، او په خبره يې چې د اپريل په ۱۲ نېټه يې هم دوه تنه طالبان اعدام کړي وو.

تېرکال په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي تر وسله وال برید وروسته، چې شاوخوا ۱۵۰ کسان په کې ووژل شول، پاکستان پوځي محکمې جوړې کړې. دې محکمو تر اوسه لسګونه کسان په اعدام محکوم کړي، چې د بشري حقونو د مدافعو بنسټونو جدي غبرګونونه يې را پارولي دي.
د پاکستان د پوځي محکمو د کار بڼه داسې ده، چې پر تورنو کسانو د جرمونو د اثبات لپاره شواهدو او مدارکو ته اړتيا نه لري او قاضيان پکې په خپله رايه پريکړې کوي. په دې هېواد کې د اعدامونو کچه خورا لوړه ده او د بشري حقونو د څار ډلې ويلي، چې تېر کال د نړۍ ۹۰ سلنه اعدامونه په چين، ايران، سعودي، عراق او پاکستان کې شوي دي

Leave a Reply

Your email address will not be published.