پتریک بیوکنن وایې د امریکا ماموریت په افغانستان کې ناکاوو نور دې دوام نه ورکوي

امریکا په افغانستان کې ورو ورو ماته خوري، نو اړتیا ده، چې خپل سرتیري له افغانستانه وباسي.
د امریکا مشهور سیاسي شنونکي او د ولسمشریزو ټاکنو پخواني نوماند پتریک بیوکنن په یوه لیکنه کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د کلونو په تېرېدو بریا ته نه ده رسېدلې او په ډیره آرامه توګه د ماتې کندې ته ښویېږي.
دده په وینا امریکایان دې خپل سرتیري له افغانستانه وباسي ځکه دا جنګ د ګټلو نه دی. نوموړي په کابل کې د چهارشنبې خونړي برید ته په اشارې لیکلي، ترهګرو دا وښوده، چې دوی د ملي وحدت حکومت د څوکۍ څنګ ته بریدونه کولی شي او همدا راز یې امریکا ته دا پیغام درلود، چې د میلیاردونو ډالرو په لګولو سره لا هم تر بریا نه ده رسېدلې.
پتریک سپوتنیک انګلیسي ته لیکلي، سره له دې چې اوباما افغانستان ته ډیر سرتېري ولېږل، خو په مقابل کې یې وسله وال طالبان پیاوړي شول او لا ډېرې سیمې یې ونېولې. دده په وینا، د ملي وحدت حکومت په راتګ امنیتي اوضاع لا خرابه شوې او د چهارشنبې ورځې برید وښوده، چې آن د ملي وحدت حکومت څوکۍ هم امن نه ده.
ده ټینګار کړی چې امریکا دې افغانستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو پر ځای د شته سرتیرو د را ایستلو په اړه فکر وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.