پر ايران نوي بنديزونه

پر ايران نوي بنديزونهد امريكا متحده ايالاتو په ايران نوي بنديزونه لګولي دي. دا بنديزونه د بالستيك توغنديو د ازموينې له امله لګول شوي دي. رپوټونه وايي دا بنديزونه په  شپږو ايرانيانو، يو چينايي او درېيو كمپنيو لګول شوي دي.

دا كمپنۍ دوې په هانګ كانګ او يوه بله په متحده عرب امارتو كې فعاليت كوي. دغه نوي بنديزونه داسې مهال لګول كيږي چې يوه ورځ وړاندې پر تهران نړيوالو اقتصادي بنديزونه ليرې شول. وړاندې د اتومي انرژۍ د څار ادارې ويلي وو، ايران د اتومي پرواګرام  هوکړې عملي کېدو ته ټول اړين ګامونه پورته کړي او له همدې کبله پرې لګېدلي اقتصادي بنديزونه پورته شوي دي.

د ايران او امریکا تر منځ د بنديانو د تبادلې په برخه کې څلور امريکايي بنديان هم تبادله شوې وو، چې په دې کې يو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبريال جېسن رضايان هم شامل و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.