د امریکا د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزېف ووټل ویلي: د افغانستان د سولې روان بهیر کې دې افغان حکومت ور ګډ شي.
د ووټل په خبره، د سولې بهیر به هغه مهال بریالی شي چې افغان حکومت د سولې د خبرو یو قوي اړخ و اوسي.
جوزف ووټل د امریکا سنا مجلس په پوځي کمېټه کې ویلي: یوازې افغانان به وي چې خپل د اختلاف کیلیدي مسایل په خبرو حل کړي.
ووټل ویلي آن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل او یا هم کمولو وروسته اړتیا ده چې د افغان ځواکونو ملاتړ وشي او هر کال له افغانستان سره څلور میلیارده ډالر مرسته وشي
Leave a Reply