پر علي او وزیر او محسن داوړ برید شوی دی

پر علي او وزیر او محسن داوړ برید شوی دی

نن سهار شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو محسن داوړ او علي وزیر ډزې شوې دي.

 

رسنۍ وايي، برید کې محسن داوړ ټپي شوی دی او علي وزیر له څوو ملګرو سره د پاکستانیو ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

 

تر اوسه مالومه نه ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو چا برید کړی دی؟

 

له دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ویلي، که پر دوی برید وشو او زیان ورته ورسېد، مسوول به یې د پاکستان استخبارات وي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.