پر پښتنو د پنجابیانو د ظلم وروستی حد

پر پښتنو د پنجابیانو د ظلم وروستی حد

 

ټولنیزو رسنیو کې تازه خپر شوې ویډیوګانو پاکستان کې له پښتنو سره د پنجابي پوځیانو اصلي څېره لا بربنډوي

د شمالي وزیرستان او سوات اوسېدونکي د ویډیو پیغام له لارې ادعا کوي، چې پنجابیو پوځیانو په دې وورستیو کې زر پښتنې مېرمنې او پېغلې له سوات او زرګونه نورې له شمالي وزیرستان او خیبر پښتونخوا له ځان سره په زوره بېولي، چې تر اوسه یې مړي ژوندي ورک دي.

دغو ویډیوګانو د لر او بر پښتنو کلک غبرګونونه راپارولي دي.

بله ويډيو د سوات د ملک رياض خان ده چې ادعا کوي، پوځيانو د سوات نه د ١٠٠٠ نه زياتې واده کړې ښځې او ناواده کړې جينکۍ تښتولي دي. د حيات خان، چې په خبرو کې يې ژبه نښلي په خپل پيغام کې وويل پلار او ورور يې امنيتي ادارو څلور مياشتې وړاندې نيولي دي او اوس پوځيان په ورځ کې څو څو ځله د ده کور ته راځي او وايي ” شابه کټ راته واچوئ او بالښتونه ورته سم کړئ”

حيات خان وايي د پلار او ورور د نيولو وروسته دی په کور يواځينی نارينه چې د خپلې مور او ځوانې خور سره اوسيږي.

هلته د پاکستان لخوا ځورېدلي پښتانه وايي، د پنجاب د پوځ ظلم ورسره وروستي حد ته رسېدلی دی، خو تصویري او غږیزې رسنۍ يې له  وېرې غږ نه شي خپرولی او پر دوی ظلمونه ورځ تربلې زیاتېږي.

ددې ویډیوګانو غبرګون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو له تېرو څو ورځو راهېسې د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې لاریونونه او احتجاجونه پیل کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، پنجاب پوځ دې پر دوی خپل ظلمونه  ودروي، کنه له خپلو کړو وړو به پښېمانه شي.

د ځوان پښتون نقیب مسید د شهادت دوسیه هم د بشپړېدو په حال کې ده.

تازه د پنجاب یوې محکمې اعلان کړی، چې نقیب مسید بې ګناه و

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.