پر کندوز توغوندیز برید شوی دی

په کندوز کې افغان چارواکي وايي، چې د دغه ولایت مرکزي ښار ته اته توغندي توغول شوي دي چې درې ولسي وګړي پکې ټپیان شوي دي.

په کندوز کې یو امنیتي چارواکی وايي، اته هوان ګولۍ د ولایت مقام، ښاروالي او قومنداني سره نږدې غورځېدلې دي.

خو نور چارواکي وايي، پنځه توغندي پر ښار غورځېدلي دي.

دا توغندي د ښاروالۍ له کندوز هوټل سره نږدې غورځېدلي چې پخوا پکې امریکايي سلاکارن اوسېدل.

ویل کېږی چې دغه سلاکاران څو ورځې مخکې له کندوز وتلي دي.

نږدې لس ورځې وړاندې هم کندوز ښار ته د هوان شپږ ګولۍ توغول شوې وې.

د ځايي چارواکو په خبره، په هغه برید کې یو ولسي وګړی وژل شوی او نهه ټپیان وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.