پر کونړ او ننګرهار د پاکستانیو ځواکونو توغندیز بریدونه   

پر کونړ او ننګرهار د پاکستانیو ځواکونو توغندیز بریدونه   

پاکستانیو ځواکونو تېر مازیګر د کونړ او ننګرهار ولایت د یو شمېر ولسوالیو ځینې سیمې تر بریدونو لاندې راوستې دي.

 

امنیتي سرچینې وايي، تېر مازیګر پاکستانیو ځواکونو له ۴ ام نمبر پوځې هډې د کونړ ولایت شلتن درې په یخ نو سیمې د هاوان ۷۲ مرمۍ توغولي دي چې کوم زیان نه لري.

 

بلخوا تېر ماښام له کونړ وروسته پاکستانیو ملېشو د ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ په ځينو سیمو له پنځوس زیات توغندي توغولي چې د سیمې یو شمېر خک یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات نشته دي.

 

پاکستاني ځواکونو له کلونو راهېسې له ډیورنډ کرښې هغې غاړي د کونړ او ننګرهار  ولایت ځینې سیمې په راکېټونه ولي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.