پكتيكا كې چاودنې پنځه تنه وژلي

پكتيكادا بريد نن له غرمې مخكې په يوولس بجو د پكتيكا  د يحي خيلو ولسوالې په بازار كې شوى دى. د پكتيكا د والي وياند نبي الله پيرخيل وايي چاودنه يوې نانوايي ته څيرمه شوې ده چې پنځه تنه يې وژلي او نهه نور ټپيان دي.

هغه وايي قربانيان ټول ملكي وګړي دي .د چاودنې د موخې په اړه هم تراوسه څه نه دي ويل شوي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.