پمپیو: آوازې د عمل ځای نه شي نیولی

پمپیو: آوازې د عمل ځای نه شي نیولی

ولسمشر محمداشرف غني تېر ماښام د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره د ټېلیفوني خبرو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوامدارو همکاریو، د سولې پر پروسې او را روانو ټاکنو خبرې کړې دي.

ښاغلي پمپیو ټینګار کړی چې ابهامات معمولاً د ځینو خبرو او اوازو نه پیدا کېږي، خو دا اوازې د عمل ځای نشي نیولی او د دواړو هېوادونو ترمنځ مناسبات مستحکم دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، د دوامدارې سولې تر برقرارۍ پورې به د امریکا او افغانستان ترمنځ نظامي اتحاد برقرار وي.

همدارنګه ښاغلي پمپیو په افغانستان کې د سولې پروسې په اړه ویلي، د امریکا د متحدو ایالتونو دولت د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت تر محوریت لاندې د سولې مذاکراتو ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ټاکلي وخت د افغانستان د جمهوري ریاست د را روانو ټاکنو ملاتړ وکړ.

په دغه ټېلیفوني مکالمه کې ولسمشر محمداشرف غني له افغانستان سره د امریکا د متحدو ایالتونو مرستې ستایلي ویلي دي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د امریکا د متحدوایالتونو دولت ترمنځ روابط اوږمهاله او مستحکم دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.