پنجاب د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی نیولی دی

پنجاب د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی نیولی دی

تیره ورځ کراچۍ ښار کې د منظور پښتین له نږدې ملګرو یو تن پنجاب ریاست نیولی دی.

علمزیب محسود یو له هغو ۲۲ کسانو دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ اساس یې ایښی او له ډيره اسمعیل خان یې دا غورځنګ پیل کړ.

علمزیب په دې وروستیو کې د هغو قربانیانو لیستونه هم چمتو کړي وو چې په وزیرستان کې په ځای پر ځای شویو ماینونو کې له منځه تللي وو.

له تیرې ورځې راهیسې په کراچۍ کې د علمزیب د خوشې کولو لپاره لاریونونه دوام لري.

تر علمزیب وړاندې هم پنجاب حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او مخکښ غړي نیولي او شکنجه کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.