پنجاب کې خلکو هغه تعویذګر ونیو چې پر ۲۰۰ نجونو يې جنسي تېری کړی

پنجاب کې خلکو هغه تعویذګر ونیو چې پر ۲۰۰ نجونو يې جنسي تېری کړی

محور؛ پنجشنبه، د وږی میاشتې ۷ مه:

د پاکستان پنجاب ایالت په اړوند سیمه کې هغه تعویذګر نیول شوی دی چې د ۵ کلونو په موده کې يې پر ۲۰۰  نجونو او ښځو جنسي تېری کړی و.

د سیمې خلک وايي نیول شوي کس ۵ کاله مېرمنو ته په یوه او بله بهانه او نوم تعویذونه ورکول او له دغه وروسته یې پرې جنسي تېری کاوه.

یو شمېر مېرمنو چې د تعویذګر په نیولو کې يې مرسته کړې ویلي، زه دغه کس ته د تعویذ لپاره ورغلم، خو هغه راباندې جنسی تېری وکړ.

یاده مېرمن څرګندوي چې تغویذګر ګواښله، که ورته پیسې ور نه کړي، ویډیو به یې ټولنیزو رسنیو کې خپره کړي.

هغه وايي چې په دې پلمه يې یوازې له ما څخه ۵ لکه پاکستانۍ کلدارې وهلې دي.

نوموړې زیاتوي چې زما سربېره یاد کس په سلګونه نورو نجونو هم جنسي تېری کړی دی، وروسته یې ترې ویډیو کړې او د ویډیو خپرېدو ګواښ له امله یې ترې پیسې غوښتې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.