پنس: امریکا نه غواړي افغانستان بیا د ترهګرو ځاله شي

پنس: امریکا نه غواړي افغانستان بیا د ترهګرو ځاله شي

 

ولسمشر مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د امریکا متحدو ایالتونو د جمهوررئیس مرستیال مایک پنس سره کتلي او د سویلې اسیا ستراتېژۍ د بریالیتوب، پر ټاکنیزو اصلاحاتو او سولې پروسې ترڅنګ یې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې کړې دي.

مایک پنس ویلي، ډونالډ ټرمپ افغانستان کې د ولسمشر غني د غوره رهبرۍ قدر داني کوي

مایک پنس زیاته کړه، متحده ایالتونه ژمن دي چې افغانستان به یو ځل بیا د تروریستانو پر خوندي ځاله بدل نه شي. نوموړي دغه راز په ټاکنو کې د روڼوالي په خاطر د ټاکنیزو اصلاحاتو، د ټاکنو په خپلواک کمېسیون د باور پیداکولو او د مشورتي لویې جرګې د جوړولو په موخه د جمهوررئیس غني د اقداماتو قدرداني وکړه او وې ویل، د امریکا متحده ایالتونه په افغانستان کې د جمهوري ریاست د ټاکنو د ترسره کولو هر اړخیز ملاتړ کوي.

ولسمشر غني د افغانانو په استازیتوب له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د حکومت او خلکو د قربانیو او مشارکت څخه مننه وکړه او وې ویل، د سویلې اسیا لپاره د متحدو ایالتونو ستراتېژۍ وضعیت ښه کړی دی.

 

هغه ټینګار کړی چې د سویلي اسیا له ستراتېژۍ څخه په استفادې په افغانستان کې جګړه نوره د امریکا جګړه نه ده. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلواک افغانستان او نړیوال امنیت د ټینګښت په موخه له اتلولیو ډکه مبارزه کوي او په دې لار ه کې قربانۍ ورکوي. جمهوررئیس غني ټینګار وکړ، اړتیا ده د سولې په اړه روان بحثونه د تلپاتې سولې د ټینګښت لامل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.