پنټاګون وایې په افغانستان کې خپلو تیرو تیروتنو ته متوجه شوي یو

پنټاګون وایي په افغانستان کې به شوې تېروتنې بیا تکرار نه کړي. د امریکا ددفاع وزیر جیمز متیز تېره ورځ ناوخته په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې امریکا به په افغانستان کې تېرې تېروتنې بیا تکرار نه کړی او اجازه به ور نه کړي چې دغه هېواد یو ځل بیا دترهګرو پر امن پټنځای بدل شي.
دده په وینا دوی اړ دي چې په افغانستان کې داعش او نورې ترهګرې ډلې ماتې کړي نو ددې کار لپاره باید په دغه هېواد کې د خپلو سرتېرو شمېر او صلاحیتونه ډير کړي.
نوموړي همدا راز ویلي، چې د ملي وحدت حکومت هم د طالبانو له ګواښ سره مخ دی نو امریکا باید هلته د خپلو ګټو د ساتلو او ترهګرو د ځپلو لپاره له افغان حکومت سره هم مرسته وکړي. متیز ویلي، چې ټرمپ ورته د سرتېرو د ډېرولو صلاحیت ورکړی دی او دی به له دغه صلاحیت استفاده وکړي.
نوموړي دا هم ویلي چې د ټرمپ حکومت د افغانستان د ستونزې د حل په برخه کې جدي دی او په همدې موخه به جوړه شوې ستراتيژي ډېره ژر تر ټرمپ پورې ورسېږي. هغه له خپلو متحدینو غوښتي چې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپل رول لا پياوړی کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.