پنځه نیم زره افغان سرتیري وژل شوي

په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان وایی تیر میلادي کال د افغانستان له پاره له ستونزو ډک کال و، جنرال جان نیکولسن وايي په ٢٠١٥ کال کې د افغان ځواکونو سختې مرگ ژوبلې د افغان ځواکونو سره د امریکا روزنیز او مرستندویه ماموریت اغیزمن  کړی.

جنرال جان نیکولسن رویترز ته ویلي  په تیر میلادي کال کې ٥٥٠٠ افغان سرتیري وژل شوي او ١۴ زره نور ټپیان دي. هغه وايي چې د ناتو مشران به له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه د پریکړې پر وخت دغه ټکی په پام کې ونیسي.

وسله والو طالبانو د تیر کلونو په توپیر په تیره ساړه موسم کې هم خپل بریدونه جاري ساتلي و نو ځکه د مرګ ژوبلې کچه لوړه وه ،  افغان چارواکي وايی د وسله والو د ځپلو په موخه اوس هم د هیواد په بیلابیلو سیمو کې عملیات دوام لري.

د کورنیو چارو وزارت وايی د نوي لمریز کال د پیل راهیسې افغان ځواکونو د افغانستان په ناامنو ولایتونو کې د شفق په نوم پراخ عملیات پیل کړي دي. د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وايی دا عملیات په بدخشان، کندز، سرپل، بادغیس، فراه، غزني، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې لا هم دوام لري چې په ترڅ کې یې په تیرو ۱۵ ورځو کې ۱۰۰ وسله‌والو مخالفین وژل شوي، ۱۴ نور ټپیان شوي او ۱۲ تنه ژوندي نیول شوي دي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.