پنځه څلویښت افغانان د پوځي زده کړو په موخه روسیې ته ځي

افغان-روسیهپه افغانستان کې د روسیې سفیر الکاندر مانتیتسکي وایي افغان محصلین به د روسیې په بیلابیلو معتبرو پوهنتونو کې له پنځو تر شپږو کلونو پورې زده کړې وکړي.

هغه چې نن یې په کابل کې د محصلینو د دغه ۴۵ کسیزې ډلې ته پاسپوروتونه ورکول وویل روسیه د افغان حکومت په غوښتنه په دغه بهیر کې ونډه اخلي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي له ۲۰۰۳ میلادي کال راهیسې ۲۰۲ افغان محصلین د روسیې په پوځي پوهنتونو په زده کړه بوخت دي چې له هغې جملې څخه ۱۳ یې هېواد ته راستانه شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.