په افغانستان کې ثبات د ګاونډيانو له مرستې پرته ناشونی دی

نېشنل انټرسټ خپرونه وايي، د افغانستان ثبات د دې هېواد د ګاونډيانو له مرستې او بشپړ ملاتړ پرته ناشونی دی.
خپرونې يوه مقاله خپره کړې، چې په يوه برخه کې يې افغانستان ته د لا ډيرو سرتېرو د استولو په اړه د امريکايي چارواکو غوښتنو ته اشارې شوې او ويل شوي، افغانستان ته د بهرنيو سرتېرو لېږل، هغه که له طالبانو سره د مذاکراتو پر مهال د لاسبري په موخه هم وي، د افغانستان د ګاونډيانو له سخت مخالفت سره مخ کېدونکې پرېکړه ده.
په مقاله کې راغلي له طالبانو د ملاتړ په اړه د روسيې او پاکستان منفي رول د دې وسله والې ډلې د پياوړتيا سبب کيږي، او دا هغه څه دي، چې په افغانستان کې به ځواک د طالبانو په ګټه ناانډوله کړي.
ليکوال وړانديز کړی، چې امريکا بايد د افغانستان د ثبات لپاره روسيه، ايران او پاکستان د دې هېواد په قضيه کې ور ښکېل کړي او په افغانستان کې د بريالي کېدو لپاره بايد له يادو هېوادونو سره يو تعامل رامينځته کړي څو طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.
نېشنل انټرسټ ويلي چې د افغانستان د سولې پروسه بايد د ګاونډيو هېوادونو له ګټو سره غوټه شي، څو هغوی وهڅول شي، چې له يادې پروسې سره مرسته وکړي. ليکوال ډاډ څرګند کړی، چې دا طرحه به ضرور بريالی کيږي، ځکه د سيمې هېڅ هېواد په افغانستان کې د جګړې اوږدېدو او دغه راز د طالبانو بريالي کېدو ته لېواله نه دی. د ليکوال په باور پاکستاني چارواکي پوهيږي، چې په افغانستان کې د طالبانو بريالي کېدل ښايي پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی، سره له دې چې دا هېواد طالبان په افغانستان کې د هند د نفوذ د پراختيا پر وړاندې د خنډ په توګه کاروي، خو له دې سره سره هم نه غواړي چې د افغانستان واګې په بشپړ ډول د طالبانو په لاس کې وي.
روسيه او ايران چې له طالبانو سره ايډيولوژيک اختلاف لري، د چين په ګډون له هغې ورځې ويره لري، چې طالبان د جګړې له لارې افغانستان ونيسي او هلته خپل حکومت جوړ کړي. نېشنل انټرسټ ويلي، د افغانستان د ټولو ګاونډيانو ګډه ګټه دا ده، چې په هغه هېواد کې جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسيږي او طالبانو ته په حکومت کې مناسبه ونډه ورکړل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.