په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور پریکړه به نوی ولسمشر وکړي

جیمز دوبنزد امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو په حضور بیا کتنه کوي. په افغانستان کې د جګړو د پیل او امنیتي ستونزو د پراخیدو له کبله امریکا او د دغه هیواد متحدین په دې فکر کوي چې له دوه زره اوولسم کال وروسته په افغانستان کې خپل پوځيان وساتي او که نه.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جیمز دوبنز ویلي اوبا په هغه پریکړه له سره غور کوي چې ویلي وو په دوه زره اوولسم کال کې به په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمیر له لسو زرو څخه پنځو زرو ته راټیټ کړي.

هغه وایی: «زه فکر نکوم چې ولسمشر اوباما به په راتلونکي کې د امریکایی سرتیرو د شمیر په اړه کومه پریکړه وکړي.  ولسمشر به د دغو سرتیرو په اړه پریکړه راتلونکي ولسمشر ته پریږ دي».

په ورته وخت کې داعش هغه مسله ده چې ډیر نړیوال یې په افغانستان کې د فعالیت په پراختیا اندیښمن دي. امریکایي سناتور باب کروکر ویلي باید په افغانستان کې د داعش مخنیوی د امریکا له پاره مهم دی او داکار باید وکړي.

راین کروکرهغه وایی: «موږ په دې اړه ډیر وروسته اقدام وکړ خو زه فکر کوم چې اوس څوک د نظر اختلاف نه لري د خوښی وړ دی چې ا شتون کارتر دغه وضیعت ته بدلون ورکړ  اوس زموږ پوځیان کولای شي په هره برخه کې د داعش او نورو ډلو پرضد عمل وکړي.»

هغه وایی که په افغانستان او لیبیا کې داعش پرمختګ وکړي نو امریکا به یې پرضد عملیاتو ته اړه شي. تر دې وړاندې د امریکا د مشرانو جرګې غړي جان مکین د افغانستان وضیعت کړکیچن بللی او  د المان د کورنیو چارو وزیر چې پرون کابل ته راغلی و په دغه  هیواد کې د خپلو سرتیرو په پاتې کیدو ټینګار کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.