په افغانستان کې د چین له حضور او نفوذ د هند اندېښنه

په افغانستان کې د چین له حضور او نفوذ د هند اندېښنه

د ترکیې “انادولو خبري اژانس” د افغان سولې په بهیر کې د هند اضطراب ته کتنه کړې او لیکي چې هند وېریږي، هسې نه د امریکا له وتلو وروسته، چین په افغانستان کې یو برلاسی لوبغاړی شي.

 

هند که څه په افغانستان کې د خپلې درې میلیارډه پانګونې (مرستې) د برخلیک په اړه اندېښنه لري، خو بیا هم هند د سږ کال په بوديجه کې د افغانستان د پراختیايي کار لپاره ۴ میلیارډه هندي روپۍ یا (۵۸ میلیونه ډالره) ځانګړي کړې دي.

 

په ورته مهال، هند به د چابهار بندر په جوړولو کې ۶.۵ میلیونه ډالره لګوي. لیکن په لومړي سر کې دا رقم ۲۱.۸ میلیونه ډالره و.

 

د چابهار بندر نه یواځې د هند لپاره سټراټيژیک ارزښت لري او له افغانستان سره نښلول کېږي، بلکې له هغې څایه منځنۍ اسیا او د روسیې ځينو برخو ته لاسرسی هم تر خپل واک لاندې راولي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.