په امريكا كې د مسلمانانو پروړاندې زغم كم شوى

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردغان  وايي په امریکا کې د اسلام نه کرکه یا ویره  مخ په ډیریدو ده او د امریکا د ولسمشرۍ نوماندان د مسلمانان پرضد خبرې کوي. رجب طیب اردوان په امریکا کې واشنګټن ته نږدې د يوه جومات د پرانيستلو پرمهال  چې تركيې جوړ كړى وويل  هیله لري  دغه جومات  به د نه زغم او د اسلام نه د ویرې، چې هغه یې د امریکا د ولسمشرۍ د ځینو نوماندانو په خبرو کې ویني، له پاى ته رسولو سره همكاري وكړي.

كه څه هم اردغان د كوم ځانګړي شخص نوم نه دى اخيستى، خو د جمهوري غوښتونكو ګوند مخكښ غړي دونالد ترمپ ويلي و امريكا ته دې د مسلمانانو په راتلو بنديز ولګول شي. د ټرمپ جمهوري غوښتونکي سیال ټید کروز هم ویلي په امریکا کې دې په هغه ځایونو کې پولیس ګزمې وکړي چې مسلمانان پکښې اوسیږي.

ECE874A9-F0E1-4D1C-9C97-700EA6368F20_mw1024_s_n

د تركيې ولسمشر وايي  دا د منلو وړ نه ده  چې په لوديځو هیوادونو کې دې د ترهګروبریدونو ملامتي په ټولو مسلمانانو واچول شي.

اردغان وويل  د بروکسل او پاریس بریدونه په ترکیې او پاکستان کې د وسله والو د تشدد سره نه شي پرتله کیدای. داعش  په ترکیې کې په تیرو نهو میاشتو کې څلور بمي بریدونه کړي   چې ۱۵۰ کسان پکښې وژل شوي دي. اردوان امریکا ته د اټومي امنیت په کنفرانس کې د ګډون په موخه تللى دى .

Leave a Reply

Your email address will not be published.