په امريكا كې واوره او توپان دوام لري

د امريکا واورهد امريكا متحده ايالاتو په ختيځ كې د واورې او توپان له امله بيړنى حالت اعلان شوى دى. دا اورښت د تيرې جمعې راهيسي پيل شوې او لا هم دوام لري. په ختيځه امريكا كې تر ۵۰ ميليونو پورې كسان ژوند كوي چې د حكومت د بيړني حالت تر اعلان وروسته  يې خلكو چمتو والى نيولى دى.

د امریکا د هواپيژندنې ادارې ويلي د امریکا په سوېل کې د ارکنزاس ایالت څخه شمالي ایالت ماسوچوست پورې به همداسې حالت دوام ومومي. له دې امله زرګونه الوتنې لغوه شوې او خلك په خپلو كورونو كې پاتي دي. په نيويارك او نيوجرسي كې د اطلس اقيانوس د  څپو له امله ساحلي سيمې سيلاب لاندې كړې دي.

په ويرجينيا كې سلګونه زره كسانو برښنا بنده شوې او تراوسه له دې امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه وركړى دى. په ځينو سيمو كې تر ۷۱ سانتي مترو پورې واوره اوريدلې ده. له دې امله ځينې لويې لارې هم تړل شوې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.