په ايران لګول شوي بنديزونه ليرې شول

ایران او امریکاد اتومي انرژۍ د څار ادارې ویلي ایران د اتومي پروګرام شوې هوكړه  عملي کېدو ته ټول ګامونه اخيستي او پرې لګېدلي بندیزونه ليري شوي دي. د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پالیسي مشرې فدریکا موګیرني پر ایران د لګېدلو بندیزونو لرې کولو پر مهال ویانا کې وویل: ‘ایران د اتومي پروګرام هوکړې اړوند خپلې ژمنې پوره کړې دي.’

د بندیزونوپه لرې کېدو سره به ایران هغه میلیاردونه ډالر تر لاسه کړي، چې کنګل شوي وو او  و به کولای شي په نړیوال بازار کې نفت وپلوري. مېرمن موګیرني د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره ګډې خبرې غونډې ته وویل، ‘دغې هوکړې سره به په سیمه ییزه کچه سوله او ثبات ته ګټه ورسیږي.’

د نوموړې په وینا ایراني چارواکو د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې له مسوولینو سره همکاري کړي  او د نړۍ خوندیتوب لپاره یې د ایران د هڅو ستاینه وکړه.

د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دا يوه تاريخي پريكړه بللې او  د ایران خلکو ته يې مبارکي ورکړې ده. د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان ویلي د دوی کارکونکو منلې  چې ایران په دې اړه ټول ګامونه پورته کړي.

د شپږو نړیوالو ځواكونو  او ایران تر منځ د تېر کال په جولای کې د ایران اتومي پروګرام پر سره هوکړه وشوه، چې موخه یې د ایران د اتومي وسلو رغولو وړتیا له منځه وړل دي. د ایران ولسمشر حسن روحاني له دې امله خپلو هېوادوالو ته مبارکي ویلي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري هم پر ایران د بندیزونو لرې کېدو هرکلی کړی. جان کېري ويلي ایران دې لړ کې خورا مهم ګامونه پورته کړي، چې له دې وروسته امریکا او اروپايي اتحادیې هم اقتصادی بندیزونه لري كړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.