په ننګرهار كې محلي چارواكي وايي دا كسان د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو او ځمکنيو عملياتو وژل شوي.چارواكي وايي دا عمليات د اچين په عبدالخيلو ، پيښې، نرګسۍ او مزدكي غر سيمو كې شوي دي.
سرچينه وايي په وژل شويو کې د داعش ډلې يو مشر مولوي عادل او يو شمېر بهرني اتباع شامل دي. په سيمه کې امنيتي مسوولين وايي په ترسره شويو بريدونو کې د وسله والو مخالفينو يو پټنځای هم ويجاړ شوی دی.
Leave a Reply