په اچين كې پنځوس داعشيان وژل شوي

د ننګرهار اچيند ننګرهار په اچين ولسوالې كې هغه درې ښوونځي بيرته پرانيستل شول چې داعش ترې د خپلو مركزونو په توګه كار اخيست.

د ننګرهار امنيتي چارواكي وايي له تيرو څلورو ورځو را په ديخوا په اچين كې د داعش پروړاندې عمليات پيل شوي چې تراوسه په كې پنځه ويشت كلي له دغه وسله والو پاك شوي دي.

د ننګرهار د ده سړك سيمې اوسيدونكي وايي داعشيانو ښونځي د زده كوونكو پرمخ تړلي وو او په ودانيو كې يې خپلو وسله والو ته روزنه وركوله، مخالفين يې محاكمه كول او يا په كې اوسيدل.

د ننګرهار اچينداعش له تيرو اتو مياشتو را په دېخوا د اچين په ډيرو سيمو واكمني كوله. په ننګرهار كې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان وايي په دې عملياتو كې تر پنځوس پورې داعش وسله وال وژل شوي او شل نور ټپيان دي.

د ننګرهار امنيتي چارواكي چې د چهارشنبه په ورځ يې له داعش سره د جګړې له لومړى كرښې ليدنه كوله ټينګار وكړ چې دا عمليات به تر هغه پورې دوام ومومي چې سيمه په بشپړه توګه له وسله والو پاكه شي.

چارواكي وايي په نيولو شويو كليو كې پاڅون كوونكي په سلو كې پوستو كې ځاى پرځاى شوي ترڅو د داعش د بيرته راتګ مخه ونيول شي. د ننګرهار د ملي امنيت رياست پاڅون كونكو ته ډاډ وركړى چې د دوى په تمويل او سمبالتيا كې به جدي هڅې وكړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.