په اچین کې پنځه وسله وال وژل شوي

د داعش ډلهپه ننګرهار کې د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي سازمان (سي آی آې) په هوایی برید کې پنځه وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي چې دا برید پرون په اچین ولسوالی کې شوی دی.

هغه وایی په دغه برید کې د قاري هدایت الله په شمول پنځه وسله وال وژل شوي دي. که څه هم هغه نه ده روښانه کړې چې دا برید چا کړی، خو اوس په افغانستان کې دا ډول بریدونه د سي آی آې له خوا کیږي.

په اچین کې ډیر وسله وال په داعش پورې تړاو لري. داعش ډلې او نورو وسله والو ډلو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.