په بادغيس كې د تښتول شوې نجلۍ كورنۍ: څوك يې غږ نه اوري

جنرال عبدالروف تاجپه بادغس كې څلورو پوليسو يوه نهه كلنه نجۍ تښتولې او وروسته يې پلورلې ده. د دغه ولايت د ولايتي شورا يو غړى وايي په دې نجلۍ اتو غير مسولو وسله والو جنسي تيرى هم كړى.

د بادغيس د ولايتي شورا يو غړى محمد فريد اخي زى  وايي دغو اتو وسله والو او څلورو ملي پوليسو په جوند ولسوالې كې د عيدي ما  په نامه په  يوه نهه كلنه نجلۍ لومړى جنسي تيرى كړى او وروسته يې د ۱۵۰ ميږو او سل زره افغانيو په بدل كې د نور حسن په نامه د دغې ولسوالې يوه ۲۵ كلن سړي ته نكاح كړې ده.

هغه وايي دا نجلۍ د جوند ولسوالې د جلا سيمې اوسيدونكې ده. نوموړى وايي دا نجلۍ پوليسو او غير مسولو وسله والو د خال سيا له كلي تښتولې ده. هغه وايي دا مسله يې له امنيتي ارګانونو سره هم شريكه كړې، خو تراوسه يې په اړه هيڅ اقدام نه دى شوى.

(وسله والو نجلۍ څو ورځې له ځان سره ساتلې وه او وروسته يې په يوه شخص پلورلې ده.)

په ورته وخت كې د بادغيس د امنيې قوماندان جنرال عبدالروف تاج په دې نجلۍ جنسي تيرى او د هغې اختطاف ردوي او وايي د نجلۍ  كورنې د غړو د ادعا له مخې په دې پيښه كې د تړاو په تور دوه پوليس نيول شوي دي.

د نجلۍ مور (نجلۍ نهه كلنه نه بلكې څوارلس كلنه ده، د نور حسن په نامه يو پوليس چې ورته نكاح شوې په دې تړاو نيول شوى او د ملا بصير په نامه يو بل شخص هم نيول شوى دى.)

خو د نجلۍ مور چې له جوند څخه د بادغيس مركز قلعه نو ته راغلې وايي (لس عسكرو چې د پوليسو ظابطان وو كور ته ورننوتل او زموږ لور يې له ځان سره بوتله.)

هغه وايي په دې اړه يې ډيرې منډې ترړې وكړې دوې مياشتې له پيښې تيريږي، خو هيچا يې غږ وانه وريد. د نجلۍ كورنۍ له عدلي او قضايي ارګانونو او د ښځو د حقونو له مدافع بنسټونو غواړي چې د دوى ستونزې ته رسيدګي وكړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.