په بغلان كې بله صحرايي محكمه

عوض محمد نذيريد بغلان د بوركې ولسوالې اوسيدونكي وايي وسله والو طالبانو پرون د جمعې تر لمانځه وروسته يو تن د لرګيو او قمچينو په وهلو وژلى دى. د سيمې اوسيدونكي وايي دا پيښه د دغه ولسوالې په تنګي مرچ سيمه كې شوې او د دې كورنې درې نور غړي طالبانو بنديان كړي دي.

د بغلان د امنيې قوماندان عوض محمد نذيري هم دا پيښه تاييدوي او وايي چې په دې سيمه كې ورته د طالبانو حكمروايي  نوره د زغم وړ نه ده. د سيمې اوسيدونكي وايي چې له دې پيښې وروسته په دې سيمه كې د طالبانو ترمنځ اختلاف رامنځ ته شوى دى.

دوى وايي په دغه ولسوالې كې له لسو ډير كلي له طالبانو سره دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.