په بغلان كې دوه وسله وال وژل شوي

برهان الدين زاهدپه بغلان كې وسله والو طالبانو د عامه نظم د پوليسو په پوسته بريد كړى دى. دا بريد تيره شپه د دغه ولايت د مركزي بغلان ولسوالۍ په شاه علم كلي كې شوى دى.

په بغلان كې د عامه نظم د پوليسو قوماندان برهان الدين زاهد وايي چې په دې بريد كې دوه طالبان وژل شوي او يو ټپي دى. هغه وايي په دې بريد كې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده رسيدلې او په ياده سيمه كې يې د رپوټونو پربنسټ چاڼيز عمليات پيل شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.