په بغلان كې په يوه ولسوالۍ د غير مسولو وسله والو بريد

د بغلان ولایتپه بغلان كې غير مسولو وسله والو د بنو ولسوالې په ودانې د توغنديو بريد كړى دى. د بغلان د اندراب د بنو ولسوال محبوب الله محقق وايي چې د پنجشنپه په سهار د جمعه خان ايوب په مشرۍ غير مسولو وسله والو د بنو ولسوالې په ودانې د هاوان او بي ام يو ډزې پيل كړې او خبردارى يې وركړى چې  كه د دغه ولسوالې د امنيې نوى قوماندان محمد حسين له دندې ليرې نه كړي نو دوى به د ولسوالې ودانۍ هم ونيسي.

د بنو ولسوال وايي دا غير مسول وسله وال چې د اندراب  په بنو او ده صلاح ولسواليو كې فعاليت كوي د خلكو او حكومت پروړاندې په لويه ستونزه بدله شوې چې تراوسه يې حكومت په مخنيوي كې پاتې راغلى دى.

هغه وايي دا مسله يې له والي او د بغلان له  امنيتي ارګانونو سره شريكه كړې، خو تراوسه يې په دې اړه هيڅ اقدام نه دى كړى. د جمعه خان ايوب په مشرۍ د غير مسولو وسله والو دغه ډلې يوكال مخكې په دې ولسوالې كې د يوه واده په مراسمو كې هم د يوه  (هلك) په سر  نښته كړې وه چې لسګونه كسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.

جمعه خان ايوب له تيرو څو كلونو را په ديخوا په دغه ولسواليو كې فعاليت كوي له خلكو باج اخلي او خلك د پيسې د ترلاسه كولو په موخه تښتوي ، خو تراوسه يې په اړه هيڅ اقدام نه دى كړى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.