په بلخ كې د يوې كورنې شپږ غړي وژل شوي

په بلخ كې د يوې كورنې شپږ غړي وژل شوي دي. دا پيښه د مزارشريف ښار د څلورمې حوزې اړوند په بابا يادګارسيمه كې شوې ده . د بلخ د امنيې قومانداني وايي وسله وال يوه كورته ورغلي او د دغه كور شپږ غړي يې په چړو او چاقوګانو وهلې او وژلي يې دي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند وايي په وژل شويو كې درې ميرمنې، دوه ماشومان او يو نارينه دي.پوليس وايي په دې اړه يې پلټنې پيل كړې خو ښايي ناموسي اختلافات وي.

په بلخ كې د عامې روغتيا مسولينو هم ويلي چې تيره شپه دا جسدونه وروړل شوي . ويل كيږي چې تر پيښې اته ساعته وروسته دا مړي روغتون ته ليږدول شوي دي. تراوسه روښانه نه ده چې په دې پيښه كې څوك لاس لري او لامل يې څه دى.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.