په بلخ كې نښته شوې

بلخپه بلخ كې د دوو غير مسولو قوماندانانو ترمنځ نښته شوې ده. دا غير مسول وسله وال قوماندانان په شولګره كې نښتي چې په پايله كې يې درې تنه وژل شوي دي. د بلخ پوليس وايي وژل شوي كسان د دغو قوماندانانو كسان وو. د بلخ ولايت د سرپرست وياند منير فرهاد وايي تراوسه روښانه نه ده چې د نښتې لامل څه دى، خو په اړه يې څيړنې پيل شوې دي.

دا نښته له هغه وروسته كيږي چې په بلخ كې د عطامحمد نور او ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم ترمنځ اختلافونو زور اخيستى دى. په بلخ، سرپل، سمنګان، جوزجان او فارياب كې له تيرو دوو ورځو را په ديخوا خلكو د ولسمشر د لومړي مرستيال په ملاتړ لاريونونه وكړل او له حكومت يې وغوښتل چې په بلخ كې د ولسمشر لومړي مرستيال ته د سپكاوي عاملان مجازات كړي او په بلخ كې د يوې ډلې واكمني ختمه كړي.

خلكو له هغه وروسته لاريونونه وكړل چې په مزارشريف كې د جمعيت ګوند غړو د جنرال دوستم انځورونه راښكته كړل.

Leave a Reply

Your email address will not be published.