په بلخ كې ځانمرګي د ملي اردو درې منسوبين شهيدان کړل

په بلخ كې د شاهين قول اردو په  منسوبينو نن سهار په اوو بجو  ځانمرګى بريد وشو. دا بريد  د بلخ په دهدادي ولسوالې كې په هغه موټر شوى چې د دغه قول اردو منسوبين يې ليږدول.

د ملي دفاع وزارت وايي په دغه بريد كې د ملي اردو درې منسوبين شهيدان شوي او اته نور ټپيان دي. خو د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالرزاق قادري وايي په دغه بريد كې چې د يوه پلي شخص له خوا د قول اردو د منسوپينو د عملې موټر ته نيژدې شوى اتلس تنه ټپيان شوي دي. هغه وايي بريد ګر غوښتل موټر ته ننوځي خو نه دي توانيدلى او په دروازه كې يې چاودنه كړې ده.

چارواكي وايي له دې پيښې يې اتلس د ملي اردو منسوبين د قول اردو روغتون ته ليږدولي چې روغتيايي حالت يې ډاډمن ښودل شوى دى. د شاهين قول اردو مسولين وايي په دغه بس كې د ملي اردو پنځلس منسوبين سپاره وو چې ټول ټپيان شوي دي.

د برید مسوليت وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستى د ذبیح الله مجاهد په نامه ددغې ډلې یوه ویاند رسنیو ته ادعا کړې، چې پرید کې ۳۰ پوځيان وژل شوي او ټپیان دي، خو دا ادعا تر اوسه د کومې رسمي سرچینې له خوا نه ده تایید شوې.

د پيښې انځورونه:

Leave a Reply

Your email address will not be published.