په بلخ کې د نوي کال مراسم ترسره شول

په بلخ ولایت کې د حضرت علي کرم الله وجهه ته منسوبه د روضې جنډه د یو لړمراسمو په ترڅ کې پورته شوه. په دغو مراسمو کې اجرایی رییس عبدالله عبدالله، د کابینې یو شمیر غړو او د ملي شورا ځینو غړو ګډون کړی وو. دا مرسم هرکال د نوي کال په لومړې ورځ ترسره کیږي. په بلخ کې د نوي کال د میلې له پاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

په تیرو کلونو کې به د ولسمشر لومړي مرستیال دا مراسم پرانیستل، خو سږکال اجرایی رییس عبدالله عبدالله دغه مراسمو ته د حکومت د لوړ پوړي چارواکي په توګه وینا وکړه. په مزارشریف کې به د ګل سرخ دامیله چې نن پیل شوه تر څلویښتو ورځو پورې دوام وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.