د بلژيك په پلازمينه بروكسل كې د نوي كال په مناسبت اورلوبه لغوه شوې ده. رپوټونه وايي دا كار د امنيتي ګواښونو له امله شوى دى. په دې اړه د بلژيك لومړي وزير چارلز ميشل ويلي دا پريكړه د ترلاسه شويو معلوماتو پربنسټ شوى دى.
رويترز آژانس د دغه هيواد د قضايي چارواكو په حواله ويلي تيره ورځ تيره شپه په بلژيك كې دوه شكمن كسان نيول شوي چې غوښتل يې د نوي كال مراسم ګډوډ كړي، په بلژيك كې د روان كال د نومبر له ديارلسمې را په ديخوا چې په فرانسه كې ترهګربريدونه وشول بيړني حالات حاكم دي.
ويل كيږي چې د ځينو هغو كسانو ځاى بلژيك ښودل شوى چې د پاريس په حمله كې يې لاس درلود. په بروكسل كې تيره مياشت بروكسل ته د ورته بريدونو د انديښنې له مخې څلور ورځې كلك امنيتي تدابير نيول شوي وو چې له امله يې پوهنتونونه او ښوونځي هم رخصت وو.
Leave a Reply