د افغانستان د مالیې وزیر اكليل حكيمي په مشرۍ یوه پلاوي د دوشنبې په ورځ له ترکمن چارواکو سره د تاپي پروژې په اړه خبرې کړي دي. دواړو خواوو د ترکمنستان په بهرنیو چارو وزارت کې د يوې غونډې په ترڅ كې خبرې كړې دي.
د ترکمنستان حکومت وایی په دې كتنه كې په دې هم خبرې شوې چې د دوه اړخيزه اړيكو په اړه كتنې ډيرې كړي.
د رپوټونو له مخې په غونډه کې د سوداګرۍ، اقتصاد، تيلو، انرژۍ او ترانسپورت په برخو کې د دوو دولتونو ترمنځ پر همکاریو ټینګار شوى دى.
ترکمنستان د تېر میلادي کال د دسمبر په دیارلسمه په خپله خاوره کې د تاپي نللیکې د جوړېدو کار پیل کړ. د ټاپي نللیکې د جوړېدو لومړنى سند په ۲۰۱۰ م کال کې د غړیو هیوادونو له لوري په عشق اباد کې لاسلیک شو.
ټاکل شوې دغه پروژه چې د ترکمسنتان ګاز د افغانستان له خاورې پاکستان او هند ته لیږدوي، د ۲۰۱۸ کال په پای کې بشپړه شي. افغانستان به هر کال د دغې پروژې له ترانزیته شاوخوا څلور سوه میلیون ډالر تر لاسه او زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
Leave a Reply